پاکستان به د سي پېك منصوبې د لارې د توان او انفراسټركچر په شمول په ټولو څانګو كښې خود انحصاره شي

اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي پاکستان به د سي پېك منصوبې د لارې د توان او انفراسټركچر په شمول ټولو څانګو كښې خود انحصاره شي۔ سی پېک يواځې د چين نه بلكې د نورو هېوادونو سره تړون له آسانۍ رامخې ته كوي۔ راروانو 25 كلونو لپاره به پوټېنشل اېریاز سی پېک سره وتړلې شي۔ سي پېك به په تذويراتي توګه د چين او اروپا مسافت كم كړي۔ دا خبرې ده د نهې په ورځ په پي اېس ډي اي د سي پېك دستورې ته خطاب كښې وكړې۔ سرتاج عزیز ووئيل قراقرم كښې د پاكستان د برخې كار چين په 18 مياشتو كښې ترسره كړې۔ ده ووئيل د توان منصوبو خود كفالت سره به هېواد كښې د برېښنا بېعه ارزانه شي۔ چين پاكستان سره توان په لړ كښې د قدرتي ګاز ٬ هائيډل او د تھرمل په شمول د بېلو وسيلو د لارې مرسته كوي چې ورسره به 17 زره مېګاواټ برېښنا ممكنه شي۔ ده ووئيل سي پېك كښې د 36 اربه ډالرو منصوبې سافټ قرضې دي چې مارك اپ ئې ډېر زيات كم دے۔ سي پېك سره به د بلوچستان پرمختګ او دغلته اقتصادي منډيانو له اسانۍ رامخې ته شي۔ ده ووئېل د ګوادر پورټ په اړه د خارجه چارو سلاحكار ووئيل ګوادر پورټ سره به بلوچستان كښې د پرمختګ دروازه پرانستلې شي۔ هرې صوبې ته سي پېك سره د تجارتي زون جوړولو وئيلي شوي ۔ سر تاج عزيز ووئېل زمونږ سرمايه كار بايد دې نه استفاده وكړي۔ دې منصوبې سره د لكھونو خلقو روزګار تړلې شوې ۔ ده ووئېل مونږ له به انډسټریل پارک جوړول او دې څخه ګټه پورته كول وي۔(وا/ض ض/ګ ل/1740)