وزيراعظم محمد نواز شريف سره د تركيې د مذهبي چارو صدر محمت ګورمېز ملاقات وكړو

APP34-12 LAHORE: December 12 - President of the Presidency of Religious Affairs Turkey, Dr. Mehmet Görmez called on Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif. APP

لاهور 12 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د تركيې د مذهبي چارو صدر محمت ګورمېز په لاهور كښې د نړيوال سيرت النبي ﴿ص﴾ كنفرنس په مهال ملاقات وكړو۔ وزيراعظم محمد نواز شريف اسلامي امت لپاره د محمت ګورمېز خدمات وستائيل۔ په ملاقات كښې په دې خبره اتفاق وكړې شو د اسلامي امت د ستونزو يواځنې حل د دين اسلام په تعليماتو او د حضور نبي اكرم ﴿ص﴾ په سنت مباركه په رېښتينې معنٰي په عمل كولو كښې دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان او د اسلامي امت مسئله دا ده چې مونږ ترهګرې سره مخ كېږو۔ محمت ګورمېز ووئيل چې دا خبره د افسوس وړ ده چې په نړۍ كښې په هر ځائ كښې د بېلا بېلو فرقو خپل خپل جوماتونه دي۔ په ملاقات كښې اتفاق وشو چې كه مونږ ته خپلې ديني او دنياوي مسئلې حل كول وي نو دې لپاره به مذهبي همغږې ته وده وركول وي او مونږ ته به په شريكه يو داسې مربوط نظام وضعه كول وي چې رڼا كښې ئې ټولې فرقې او اسلامي امت خپل اختلافات هېرولو سره د اتحاد او يووالي د لارې اسلامي تعلميات د حقيقي روح له مخې په ټولنه كښې رائج كړي كوم چې د ديني او دنياوي فلاح ضمانت دے۔