نړيواله ټولنه دې د داعش په ضد په فضائي كارروائې كښې مرسته وكړي۔ تركيه

انقره 27 دسمبر (اے پي پي﴾ تركيې د سوريې په حلب ښار كښې د داعش په ضد لا فضائي كارروائې كولو لپاره نړيوالې ټولنې ته د مرستې كولو خواست كړے۔ د غېر ملكي خبري اژانس له مخې په الباب سيمه كښې د تركيې ځواكونو او د داعش د وسله والو ترمېنځه سخته نښته روانه ده۔ امريكې او اتحاديانو ئې په سوريه كښې د داعش په ضد كارروائې روانې ساتلې دي خو لا تر اوسه د دې هېوادونو لخوا د تركيې ځواكونو كومه مرسته نه ده شوې۔ تركيې خپلې پولې سره نزدې د سوريې سيمه كښې د فرات شيلډ په نوم عمليات پېل كړي دي او تر اوسه په دې نښته كښې د تركيې 36 عسكر وژل شوي دي۔