كه ضرورت پېښ شو نو هند سره د تجارت په بندولو غور كېدې شي۔

اسلام آباد ۔23دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان وئيلي دي د پاكستان او هند معامله اوس مهال هند سره تجارت بندول به زمونږ په ګټه نه وي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د سليم مانډوي والا د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې د تجارت وفاقي وزير ووئيل د ځينې حلقو غوښتنه ده چې هند سره دې تجارت ختم كړې شي۔ ده ووئيل زمونږ وسله وال ځواكونه د هند لخوا د اېل او سي خلاف ورزۍ سم ځواب وركوي۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه تجارت 2.083 ارب ډالره دے۔ هند سره تجارت بندولو سره د هند په معيشت هېڅ اغېز نه راځي۔ تېر كال د هند پاكستان لپاره برآمدات1 ارب 78 کروړ ډالره وو كوم چې د نړۍ نورو هېوادونو لپاره د هند د مجموعي برآمدات 0.8 فیصده دي۔ ده ووئيل مونږ هند څخه خام مال راغواړو۔ ده ووئيل په شريك تجارت بندېز سره زمونږ ځينې صنعتونه ځپل كېدې شي۔ ده ووئيل د پاكستان هند له برآمدات تېر كال د 3 ارب 30 کروړه ډالره وو كوم چې زمونږ د مجموعي برآمدات 14 فيصده دي۔ وفاقې وزير ووئېل كه حاجت پېښ شو نو هند سره د تجارت په بندولو غور كېدې شي ۔ بيا هم دا مهال هند سره تجارت بندول د پاكستان په ګټه كښې نه دے۔