قامي اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي رويه خفګانې ٬آمرانه او غېر جمهوري رويه ده۔خواجه سعد رفيق

اسلام آباد 14 دسمبر(اے پي پي)د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دې قامي اسمبلۍ كښې د پي ټي آئي رويه خفګاني ٬ آمرانه او غېر جمهوري ده ٬ مونږ د دغې غندنه كوٶ ۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ كاروائي لږ ساعت لپاره د ځنډېدو نه پس بيا پېل شوه نو خواجه سعد رفيق ووئيل د پي ټي آئي رويه قام نيغ په نيغه وليده كومه چې خفګاني ده ٬ د خواجه سعد رفيق خبرې روانې وې چې د پي ټي آئي غړي يو ځل بيا ايوان ته راغلل او د سپيكر د ډائس په خوا كښې راجمع شول او نعرې ئې وهلې۔ د دغې نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر د قامي اسمبلۍ غونډه د زيارت تر ورځې ماښام وځنډوله