عمران خان د پارلمان نه پس سترې محكمې له هم دړكې وركول پېل كړې

APP34-09 ISLAMABAD: December 09 – PML-N Leader Senator Parvez Rasheed addressing press conference. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) لارښودو سناتور پرویز رشید، دوهم وزير بیرسټر ظفر اللہ او انوشه رحمن ووئيل عمران خان د پارلمان نه پس سترې محكمې له هم دړكې وركول پېل كړي، د عمران په خواست سترې محكمې د پانامه لیکس په معامله د کمېشن جوړولو خبره وكړه خو هغه دې څخه هم انکار وكړو، د بینظیر بھټو او د پرویز مشرف په دور كښې لګولې شوي تورونه عمران خان مخ پھ وړاندې بوځي ، د پانامه لیکس کیس پھ هغه ورځ ختم شو كله چې د عدالت لخوا وركړې شوي ډیډ لائن كښې پی ټی آئی کوم ډول شواهد عدالت كښې جمع نه كړل، تېر وخت كښې هم د يوې روپۍ کرپشن ثابت شوې نه دے ، عمران خان له به هم څه پھ لاس ور نه شي۔د دې خیالاتو څرګندونه دوي د جمعې په ورځ پی آئی ډی كښې خبرې کنفرنس ته پھ خپل خطاب کښې وكړه۔ سناتور پرویز رشید ووئيل ستره محكمه يوه آئینی ادارہ ده، د پارلمان او سترې محكمې تحفظ او جوړولو له پاکستان كښی سیاسی ګوندونو ، سیاسی مشرانو او سیاسی کارمندانو قربانی وركړې دي۔ پارلمان آئینی ادارہ ده او د اولس ترجماني كوي او ستره محكمه هم آئینی ادارہ ده كومه چې اولس ته انصاف وركوي۔ ده ووئيل سترې محكمې د عمران خان لخوا لګولې شوي تورونو پلټنو له په کمېشن جوړولو راضي شوې وو او دا غوښتنه د عمران خان په پیټشن كښې هم شته ٬ هغه نه يواځې د خپل عادت له مخې یوټرن اخستې بلکه د كوم قانونی جواز یا دلائل وركولو په ځائې ئې د خپلې غوښتنې څخه انحراف کولو سره سترې محكمې له دړكه وركړي كه کمېشن جوړ كړې شو نو بائیکاټ به كولې شي۔ ده ووئيل عدالت كښی چې كومه رويه عمران خان خپله كړې هغه د آمریت رويه ده۔ ده ووئيل په كومه ورځ چې په وزیراعظم تور لګېدلې د هغې څخه څو دقيقې وروستو وزیراعظم محمد نوازشریف سترې محكمې ته د کمېشن جوړولو لپاره خط وليكلو په هغې كښې هم عمران خان خنډان رولاړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پیپلز ګوند د اړخه څلور غوښتنې په ورځپاڼو كښې لولو ، حکومت ته باقاعدہ رجوع نه ده شوي او كه وكړې شوه نو په هغې به هم غور كولې شي۔ دوهمې وزيرې انوشه رحمن ووئيل نن عمران خان په ستره محكمه كښې بدترین مثال جوړ كړې پھ دې عمران خان د یو ټرن شهنشاہ ګرځولې كېږي۔ دې ووئيل د 6 مياشتو راهېسې د پانامه لیکس په معامله کمېشن جوړولو له د سیاسی ګوندونو سره د پی ټی آئی مشاورت، ټی او آر کمیټی، پارلمان كښی تقریرونه، اسلام آباد كښې دھرنا او دړكو نه پس چې كله عدالت د ټولو ډلو څخه پوښتنه وكړه چې په دې معامله کمېشن جوړ كړې شي نو د هغې ځواب وركړې شو چې كه کمېشن جوړ كړې شو نو عمران خان به ئې بائیکاټ كوي ، د هغه په بائیکاټ نه پوهېږو۔ عمران خان غواړې چې سترې محكمې سره هم د بلیك میلنګ د لارې پريكړه وكړي۔ دې ووئيل عمران خان د تورنو سره پريكړه هم پخپله كول غواړي۔ دوهم وزير بیرسټر ظفر اللہ ووئيل د 6 مياشتو راهېسې پی ټی آئی په ټول فورمونو د کمېشن جوړولو خبره كوله۔ د شریف كورنۍ د جائېداد غلطه بيعه ښودلو سره عمران خان د خپل يو فلېټ بيعه نيم ملین پاؤنډ ښودلې ۔ ده ووئيل د ټاكنو په حقله پی ټی آئی سترې محكمې ته رجوع وكړه پھ هغې كښې هم شرمنده شو او اوس به هم ناکامۍ سره مخ كېږي