عمران خان دې آئيني ادارو له دړكې نه وركوي

اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دوهم وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي عمران خان دې آئيني ادارو له دړكې نه وركوي۔ د عمران خان او پي ټي آئي اعلی عدالتونو په ضد كمپائن د افسوس وړ دے۔ د نهې په ورځ خپل يو بيان كښې دې ووئيل عمران خان دې د 2018 ټول ټاكنو انتظار وكړي او آئيني ادارو ته دې دړكې نه وركوي۔ دې ووئيل عمران خان په تېرو درې نيمو كلونو كښې دروغو وئيلو نه غېر بل هېڅ نه دې كړي۔ مريم اورنګزېب ووئيل د عمران خان او پي ټي آئي د اعلی عدالتونو په ضد كمپائن خفګاني دے۔ مريم اورنګزېب ووئېل عمران خان په خپل طرز سياست د پاكستاني سياست مخ مسخ كول غواړي