زما په ضد كه د مواخذې قرارداد منظور شو نو تسليموم ئې۔ د سوئيلي كوريا اولس مشر

سېؤل 06 دسمبر (اے پي پي)د سوئيلي كوريا اولس مشر پارك ګيون هائے وئيلي دي كه زما په ضد په پارلمان كښې د مواخذې قرارداد منظور شو نو زه به ئې تسليموم۔ د ميډيا راپورونو له مخې ده دا خبرې د واكمن ګوند او د پارلماني لارښودو ترمېنځه په شوي ملاقات كښې كړې۔ د اولس مشر په ضد د مواخذې په قرارداد به رائے د جمعې په ورځ وركولې كېږي