د 5 زره روپو د نوټ ختمولو خبر بې بنسټه دے۔د خزانې وزارت سپيناوې

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وزارت سپيناوې كړې چې حكومت د 5 زره روپو نوټ نه ختموي۔ د خزانې وزارت وياند لخوا په يو بيان كښې وئيلي شوې دي چې د 5 زره روپو نوټ نه ختموٶ په دې لړ كښې خبرونه بې بنسټه دي۔ د خزانې وزارت له مخې په تېر مالي كال كښې ټولې كرنسۍ كښې 17 فيصده د 5 زره نوټونه وو ٬ د 5 زره روپو نوټ ختمېدو سره به كاروباريانو ته ستونزې رامخې ته شي۔