د چوهدري نثار علي خان د طورخم پولې څارنه ٬د اېف سي آئي جي هم ورسره ملګرے ٶه

APP103-21 TORKHAM: December 21 - Interior Minister Ch. Nisar Ali Khan along with IG-Frontier Corps visiting Torkham Border. APP

طورخم 21 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان د شورو په ورځ د طورخم پولې څارنه كړې ده٬ په دې موقع د اېف سي آئي جي مېجر جنرال شاهین مظهر هم داخله وزير سره ملګرے ٶ۔ داخله وزير تر زيرو لائن ورسېد نو د پولې اخوا ګڼ شمېر كسانو د داخله وزير هركلے وكړو په ځواب ئېپه لاس پورته كولو ځواب وركړو ۔ په دې موقع د افغانستان پوله ايز چارواكي هم په زېرو لائن موجود وو چا چې داخله وزير ته سلامي وكړه۔ داخله وزير په پوسته وظيفه ترسره كوٶنكو د اېف سي ځوانانو سره هم وليدل وكړو او د دوي جذبه ئې وستائله۔