د پاكستان انټر نېشنل ايئر لائن﴿ پي آئي اے﴾ چيف اېګزېكټو آفيسر برنډ هيلډ ډېنټرېنډ حوېليا سره نزدې د اے ټي آر الوتكې د پېښې د ځائ دوره وكړه

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي﴾ د پاكستان انټر نېشنل ايئر لائن﴿ پي آئي اے﴾ چيف اېګزېكټو آفيسر برنډ هيلډ ډېنټرېنډ حوېليا سره نزدې د اے ټي آر الوتكې د پېښې د ځائ دوره وكړه۔ ده د الوتكې په پېښه كښې مړو شويو كسانو لپاره دعا وكړه او د دوي په ياد كښې ئې يوې دقيقې لپاره خاموشي اختيار كړه۔ د پي آئي اے لخوا جاري شوي بيان له مخې ده د سيمې ځائي خلقو سره هم وكتل او د رېسكيو په كارونو كښې ئې په مرسته د دوي مننه وكړه۔ ده ووئيل چې پي آئي اے د مړو شويو كسانو د كورنيو هر ډولې مرستې كولو لپاره ممكنه اقدامات كوي او جسدونه به د تصديق ترسره كېدو نه پس وارثانو ته وسپارل شي۔ ده په پېښه كښې د مړو شويو غېر ملكي مسافرو كورنيو سره هم ملاقات وكړو۔