د وزیراعظم محمد نوازشریف بوسنیا هرزېګونيا څخه هېواد ته راستنېدو د رومانيه پايه تخت بخارسټ كښې مختصر قيام

بخارسټ 22 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف د بوسنیا هرزېګونيا درې ورځنۍ سركاري دورې څخه هېواد ته په راستنېدو د زيارت په ورځ لاره كښې د رومانيه پايه تخت بخارسټ كښې مختصر قيام كړې دې ۔د رومانيه نائب وزيراعظم کاسټن یورك په هوائي مېدان د وزیراعظم هركلے وكړو۔ په دې موقع د وزيراعظم كورودانې بېګم كلثوم نواز ٬ د وزيراعظم د خارجه چارو خاص سلاحكار طارق فاطمي هم وزيراعظم سره ملګري وو۔د وزیراعظم الوتكه تېلو لپاره شيبې ګهړۍ له بخارسټ كښې كوزه شوه