د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني دستورې ته وېنا

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئيلي ذي چې قائداعظم هېواد ترلاسه كولو لپاره قانوني او سياسي جنګ كړے او د علامه اقبال د وفات نه پس ئې د نيمې وچې د مسلمانانو فكري تربيه هم كړې٬ قائداعظم د چېلنجونو نه تېرېدو سره هېواد ترلاسه كړے او خواره واره خلق ئې يوځائ كولو سره قوم جوړ كړے٬ وزيراعظم نواز شريف د اولس د ووټ د مقدس امانت حفاظت كولو سره او د قائداعظم په نظرياتو عمل كولو سره پاكستان مضبوط كړے٬ د لوډشېډنګ او ترهګرې خاتمه به هم د وزيراعظم محمد نواز شريف په دور كښې كېږي٬ وزيراعظم محمد نواز شريف د ووټ په طاقت ټاكل كېدو سره د اولس خدمت كول غواړي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ د قائداعظم محمد علي جناح او د وزيراعظم محمد نواز شريف د سالګرې په اړه د اسلام آباد مېټروپولېټن كارپورېشن لخوا جوړې شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ ده په دومره ښكلې دستوره كولو د د اسلام آباد مېټروپولېټن كارپورېشن ستائنه وكړه او مسيحي ټولنې ته ئې د كرسمس مباركي وركړه۔ ده ووئيل چې نن مونږ د قائداعظم د ولادت ورځ لمانځو۔ ده ووئيل چې د قائد اعظم په باره كښې خبرې كول لمر ته ډيوه نيول دي۔ ده ووئيل چې مونږ ته به سوچ كول وي چې د پاكستان جوړولو ضرورت ولې پېښ شوے و او په دې لړ كښې قائداعظم محمد علي جناح كومو ستونزو سره مخ شوے و۔ ده ووئيل چې په هندوستان كښې مسلمانان په اقليت كښې هم نه شمېرل كېدل او ځكه قائداعظم دوي لپاره د جلا وطن هڅې پېل كړې٬ قائد لويو ستونزو سره مخ شو۔ ده ووئيل چې قائداعظم هېواد ترلاسه كولو لپاره قانوني او سياسي جنګ كړے او د علامه اقبال د وفات نه پس ئې د نيمې وچې د مسلمانانو فكري تربيه هم كړې٬ قائداعظم د چېلنجونو نه تېرېدو سره هېواد ترلاسه كړے او خواره واره خلق ئې يوځائ كولو سره قوم جوړ كړے۔ ده ووئيل چې قائداعظم يو ديانت دار او بهادر انسان و۔ ده ووئيل چې قائداعظم په خپلو خطاباتو كښې وار په وار وئيلي دي چې دا هېواد به غريبې او د مېنځې درجې طبقې لپاره وي۔ ده ووئيل چې ابوكلام آزاد په خپل يو بيان كښې وئيلي وو چې مونږ د پاكستان د جوړېدو مخالف و خو د قوي كولو ئې ملاتړ كوو۔ ده ووئيل چې د مسلم ليګ ﴿ن﴾ په اوسني دور كښې پاكستان بدل شوے۔ دهرنا كوونكي عناصر د پرمختګ په لار كښې خند دي او د كال 2018م په ټاكنو كښې به هر څه معلوم شي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د اولس په رايه وزيراعظم جوړ شوے څوك هم د ده نه استعفٰي نه غوښتلې۔ ده ووئيل چې قائداعظم ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو يوه لار ده چې مسلم ليګ ﴿ن﴾ دې كامياب كړے شي او بايد چې مونږ د قائد رښتيني پېروكار جوړېدو سره په سباؤن كښې هم د نواز شريف لاسونه مضبوط كړو۔ ده ووئيل چې نواز شريف مضبوط وي نو مسلم ليګ به مضبوط وي او پاكستان به مستحكم وي۔