د مصوبه بندې٬ پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ماسكو كښې د روسيې د ټرانسپورټ وزير سره ملاقات وكړو

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) د مصوبه بندې٬ پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په ماسكو كښې د روسيې د ټرانسپورټ وزير سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايزو روابطو او معاشي پرمختګ لپاره د مواصلاتو د څانګې په اهميت خبرې وشوې۔ وفاقي وزير احسن اقبال په دې موقع ووئيل چې پاكستان په منطقه كښې په داسې ځائ موجود دے چرته چې هغه سوئيلي اسيا٬ چين او مېنځنې اسيا يو بل سره تړلې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان چين اقتصادي لارې په نتيجه كښې به د منطقې د درې اربه ابادې په خپلو كښې په نزدې كولو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم نواز شريف روسيې سره قوي اړيكې غواړي۔ ده ووئيل چې پاكستان روس سره په ټولو څانګو او په خاص توګه د لوړو زده كړو په څانګه كښې شريكه مرسته غواړي٬ بايد د دواړو هېوادونو ترمېنځه فضائي سفر بحال شي۔ وفاقي وزير د روسيې د ټرانسپورټ وزير ته د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه۔ د روسيې وزير احسن اقبال ته په ماسكو كښې په اكتوبر 2017م كښې په نړيوال سړك نندارتون كښې د ګډون كولو په پوهنتون كښې د لېكچر وركولو بلنه وركړه۔