اسلام آباد 30 دسمبر (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي مخالفه ډله كه هر څومره چغي ووهي د كرپشن كېسونو كاروائۍ به مخ په وړاندې ځي٬ د سترې محكمې 7 كسيزه بنچ چې د پيپلز ګوند وزيراعظم نا اهل كړو نو د اعتزاز احسن او خورشيد نه علاوه ټولې كابينې د ستري محكمې پرېكړه د آئين په ضد وګرځوله ٬ په سوشل ميډيا د يو جعلي فوټو د عدالتي شخصيت په توګه تشهير شوې٬ دا سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره شوي٬ ځيني خلق د ادارو سپكاوې او د قام ذهن بيا ګنده كوي٬ اعلیٰ ادارې دې سياست څخه لرې وساتلې شي۔ د جمعې په ورځ د نادرا په مركزي دفتر كښې خبري كنفرنس نه پس د ميډيا د پوښتنو په ځواب وفاقي وزير ووئيل راتلونكې اوونۍ كښې دوه كمېټۍ جوړوم٬ د خاناني كاليا په معامله چې كومه كمېټي جوړه شوې وه ډېر رېكارډ ضائع شوې ٬ دا كار په يو خاص لېول شوې ٶ٬ راتلونكې اوونۍ كښې به په دې معامله كمېټي جوړٶ د دې نه علاوه په اېګزېكټ كېس كښې پراسېكيوشن له به يوه بله كمېټې جوړولې شي ۔ داخله وزير ووئيل په ماشومې د تشدد د پېښې اېف آئي آر درج كړې شوې ٬ قانون ټولو له برابر دے ٬ انتظاميې د قانون له مخې كاروائي كړې۔ وفاقي وزير په ډاګه كړه چې د سترې محكمې د ستر قاضي ټاكنه د سنيارټي په بنياد شوې ٬ د حكومت په دې كښې هېڅ لاس نشته ٬ دغسې پوځ هم يو نظام لري٬ حكومت له كه كومه سياسي پرېكړه كول ٶ نو د اوسني سرلښكر څخه سينئر يو د جنرال كورنۍ تعلق مسلم ليګ (ن) سره ٶ۔ ده ووئيل اېف آئي اے د دې معاملې پلټنې كوي ھغه خلق به رامخې ته كوٶ څوك چې په هر چا تورونه لګوي۔د نيوز ليكس پحلقه د پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل كمېټۍ ته راپور جوړولو له دوه مياشتې نور وخت وركړې شوې ٬ كمېټي خپل راپور جوړوي۔د زرداري او بلاٶل د تنقيد او د ايان علي سره د ھغوي تعلق پحقله د پوښتنې په ځواب نثار علي خان ووئيل زه په دې معامله خبره نه كول غواړم۔ ده ووئيل د كوئټې پېښې پحقله د كمېسون د راپور ځواب به په ستره محكمه كښې وركوم په دې لړ كښې ما څخه هېڅ پوښتنه نه ده شوې٬ ستره محكمه كښې به مخدوم علي خان د داخله وزارت نمائندګي كوي۔ داخله وزير ووئيل پخوانې وزيراعظم يوسف رضا ګېلاني 7 كسيزه بنچ نااهل كړو نو د عدالت پرېكړه ونه منلې شوه۔ د اعتزاز احسن او خورشيد نه علاوه ټولې كابينې د ستري محكمې پرېكړه د آئين په ضد وګرځوله ٬ زرداري چې به د افتخار چوهدري په اړه كوم ريماركس وركول ھغه ټولو ته ياد دي٬ په 1993 او كال 1997 كښې ئي هم په عدالتونو تورونه لګولي ٶ۔ ده ووئيل د يو ګوند مشر زما په ضد چې كومه ژبه خوزوي د ھغې ځواب به په اسمبلۍ يا خبري كنفرنس كښې وركوم٬ ما د چا په ذات كله هم بريد نه دے كړې او نه به وكړم٬ زما په ضد كله يو ماشوم خبرې كوي اوكله دسپينږيرې يا تره ٬ دوي ته به ځواب وركوم٬ ده ووئيل هر څومره چغي كه ووهي د كرپشن كېسونو كاروائۍ به مخ په وړاندې ځي او رېنجرز به كاروائي روانه ساتي۔ قائداعظم پوهنتون كښې د نشه اي توكو خرڅولو په لړ كښې د پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل اے اېن اېف او پوليس ته به په دې لړ كښې د كاروائۍ امر كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په پانامه کېس كښې وزیراعظم او د ھغه كورنۍ ستره محكمه كښې ځواب وركوي۔ د مشرف نامه اي سي اېل څخه د اوباسلو معامله كښې د كوم ډيل پحقله د پوښتنې په ځواب داخله وزير ووئيل هرې خبرې ته د ډيل په نظر كتلې شي۔ دوه نيم كاله مونږ د ھغه نامه په اي سي اېل كښې ساتلې وه٬ ټرائل كورټ٬ هائي كورټ او سترې محكمې مشرف ته د تللو اجازه وركړې٬ كه ډېل كول ٶ نو د مشرف په ضد به كېس نه چلېدو٬ چا چې مشرف ګارډ آف آنر وركولو سره رخصت كړې او وي آئي پي ئي ساتلے ھغوي زيات شور كوي