د قامي سلامتيا چارو سلاحكار سره د برتانيې هائي كمشنر وليدل

APP32-30 ISLAMABAD: December 30 – British High Commissioner Thomas Drew called on National Security Adviser, Lt. Gen. (Retd) Nasser Khan Janjua. APP

اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا چارو سلاحكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره پاكستان كښې د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو ليدلي۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې او د سيمه ايز صورتحال په چارو غور وشو۔ د برتانيې هائي كمشنر د شريكي خوښې په څانګو كښې په مرستې لا زياتولو زور رواړو ٬ ده د تجارت پشمول نورو څانګو كښې دوه اړخيزے مرسته لا زياتولو كښې خوښي ښكاره كړه۔ د پاکستان او افغانستان اړيكو په اړه خبرو اترو كښې ناصر جنجوعه ووئيل د افغانستان امن د منطقې د امن او استحكام ضمانت دے ۔ ده د افغانستان څوكاله سباٶن كښې د پاكستان كردار او بشپړه امن له د مرستې پشمول د نورو اقدماتو نه هائي كمشنر خبر كړو ۔ ده سياسي روغې جوړې له د افغانستان سياسي مشرتابه مثبت او موثر كردار په ترسره كولو زور رواړو ۔ دواړو مشران د پاكستان او برتانيې ترمېنځه مرسته په موثره توګه مخ په وړاندې بوتللو له سلا شول او سيمه ايزې سلامتيا له ئې په ګډه كار كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔