د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره پاكستان كښې د برطانيې هائي كمشنر تھامس ډريو ملاقات وكړو

APP30-31 ISLAMABAD: December 31 - British High Commissioner Thomas Drew called on Finance Minister Senator Mohammad Ishaq Dar. APP

اسلام آباد ۔ 31 دسمبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار سره پاكستان كښې د برطانيې هائي كمشنر تھامس ډريو ملاقات وكړو او ده ته ئې د برطانوي خارجه سېكتر بورس جانس پاكستان دورې په اړه بريفېنګ وركړو۔ ده وفاقي وزير ته ووئيل چې د خارجه سېكتر د پاكستان كاميابه دوره كړې او ده د پاكستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د مثبت جذبو څرګندونه كړې۔ د خزانې وزير د خارجه سېكتر د پاكستان دوره خوشبينه وګرځوله او د پاكستان د معاشي پرمختګ او سباؤن كښې دوه اړخيزه تجارتي اړيكو كښې زياتوالي له د ډاډګيرنې كلماتو په ادا كولو ئې د برطانوي خارجه سېكتر مننه وكړه۔ ده باور وركړو چې د پاكستان حكومت به سرمايه كاري كوؤنكي برطانوي كمپنيو ته هر ډول اسانۍ وركوي او نوؤ كمپنيو ته به هركلې وائي۔ وفاقي وزير ووئيل د فرانس رینالټ کمپنۍ په دې ورستيو كښې پاکستان كښې د آټوموبائل مېنوفیکچرنګ پېل كولو اعلان كړې۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان برطانيه سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او هيله لري چې سباؤن كښې به دا لا مستحكم شي۔