د خارجه چارو سلاحكار د وزيراعظم څخه د آسيا زړه كنفرنس په اړه لارښونه ترلاسه كړه

اسلام آباد 01 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف سره د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز د هند د دورې څخه وړاندې د زيارت په ورځ ملاقات وكړو او د وزيراعظم څخه يې د آسيا زړه كنفرنس په اړه لارښونه ترلاسه كړه۔د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې سرتاج عزيز په افغانستان كښې د امن بهترۍ او د تفاهم عمل په نظر كښې ساتلو سره د هارټ آف اېشيا كنفرنس په لړ كښې د وزيراعظم څخه لارښونه ترلاسه كړه۔دا كنفرنس په درېم او څلورم دسمبر د هند په امرتسر ښار كښې كېږي