د خاتم النبيين حضرت محمد ﴿ص﴾ د ولادت ورځ په ټول هېواد كښې په مذهبي جوش و خروش ٬ عقيدت او احترام ولمانځل شوه

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د خاتم النبيين حضرت محمد﴿ص﴾ د ولادت ورځ ﴿پرون﴾ د ګل په ورځ د دسمبر او ربيع الاول په دولسمه نېټه په ټول هېواد كښې په مذهبي جوش و خروش ٬ عقيدت او احترام ولمانځل شوه٬ د عيد مېلاد النبي ﴿ص﴾ جشن لپاره په بشپړه توګه چمتووالې نيول شوے و۔ په دې موقع په ټول هېواد كښې سيرت كنفرنسونه٬ جلسې ٬ جلوسونه٬ د نعت محفلونه او دستورې وشوې كومو ته چې علما كرامو٬ مشائخو٬ ديني مشرانو او مذهبي پوهانو وېنا وكړه او د سرور كونېن ﴿ص﴾ په اسوه حسنه او سيرت طيبه ئې رڼا واچوله۔ په دې موقع اسلامي نړۍ او خوږ وطن لپاره خاص دعاګانې وكړې شوې۔ د دې ورځې په موقع قومي سيرت كنفرنس هم وشو۔