د بلدياتي ادارو پھ غوره توګه كار كولو نه غېر جمهوريت وده كولې نه شي

اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي چې د بلدياتي ادارو پھ غوره توګه كار كولو نه غېر جمهوريت وده موندلې نه شي٬بلدياتي ادارې په صوبائي او قامي كچه د تربيه شوې او صلاحيت لرونكې مشرتابه رامخې ته كولو له بنيادي حېثيت لري۔ده د ګل په ورځ د مسلم ليګ(ن)د پنجاب صوبائي لارښودو غونډې مشري كوله۔د پاكستان مسلم ليګ(ن)صوبائي لارښودو وزيراعظم صوبه كښې د بلدياتي ادارو ټاكنو څخه وروستو د ميئرز او دوهم ميئرز ټاكنې په اړه خبر كړو۔غونډه كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬داخله وزير چوهدري نثار علي خان٬د پیټروليم وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬د منصوبه بندۍ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال٬د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني او نورو د قامي اسمبلۍ او د پنجاب صوبائي اسمبلۍ غړو ګډون وكړو