د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو مسافرو كورنۍ دې د ھغه څيزونو معلومات راكړي كوم چې مسافرو كارول ٬دغسې جې د پېژندګلي عمل زر تر زره بشپر شي۔د پي آئي اے وياند

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي)د پاکستان انټر نېشنل اېئر لائن وياند وئيلي دې د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو مسافرو كورنۍ دې د ھغه څيزونو زر تر زره معلومات راكړي كوم چې مسافرو د ځان سره وړي وو او كارول ئې دغسې چې د پېژندګلي عمل زر ترزره بشړ شي۔ وياند له مخې د حق رسېدليو پېژندګلي له د مسافرو د غاښونو اېكسرے٬ د جامو او د سنګار نور څيزونه مرستياله ګرځېدې شي او دې سره به د حق رسېدلي پېژندګلې زر ترر زره وشي۔ وياند ووئيل ډي اېن اے سره سره د اوډونټولوجي د لارې هم د پېژندګلي عمل روان دے ۔ د مسافرو كورنۍ معلومات رالېږلو له د پي آئي اے وېب پاڼه [email protected] باندې مراجعه كولې شي۔