د افغانستان د كركټ لوبډله به راتلونكې كال د وېسټ انډيز دوره كوي

كابل 11 دسمبر (اے پي پي) د افغانستان د كركټ لوبډله به راتلونكې كال د وېسټ انډيز دوره كوي۔ د دورې په مهال به د افغانستان لوبډله د وېسټ انډيز په ضد پنځه يوه ورځني او درې ټي 20 مېچونه كوي٬ دا به د افغان لوبډلې لخوا د كومې فل ممبر ډلې په ضد دريم شريك سېرېز وي۔ افغان لوبډلې د دې نه وړاندې د زمبابوے او بنګله دېشن په ضد سېريز ترسره كړي دي۔ د وېسټ انډيز په ضد تر اوسه حتمي شېډول نه دې جاري كړې شوې۔ هيله ده د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمېنځه به دا سېريز د راتلونكي كال په نيمائي كښې وشي۔