د اسلام فوبيا په موضوع د لندن كنفرنس پاې ته ورسېدو

لندن 12 دسمبر (اے پي پي) د اسلام فوبيا په موضوع د لندن نړيوال كنفرنس پاې ته ورسېدو۔ په دې كنفرنس كښې برتانيې او اروپا سره تعلق لرونكو د سول سوسائټې مشرانو ګډون وكړو۔ د دې كنفرنس مقصد اسلام فوبيا او د دې په نتيجه كښې پېدا كېدونكو ستونزو ته د نړۍ پام راګرځول دي۔ دا كنفرنس په داسې وخت كښې شوے كله چې په برتانيه كښې اسلام فوبيا انتها ته رسېدلې۔ د كنفرنس ګډون كوونكو ووئيل چې د اروپائي هېوادونو د پالېسو په نتيجه كښې اسلام فوبيا وده كوي۔ د اسلامي انساني حقوق كونسل لخوا په دې موضوع دا دريم كلن كنفرنس و۔