د آئي اېم اېف د مشر په ضد دې رښتنې عدالتي كاروائي وكړې شي۔ د فرانس اولس غوښتنه

پېرس 30 دسمبر (اے پي پي)د فرانس اولس د نړيوال مالياتي فنډ (آئي اېم اېف) د مشر په ضد رښتنې عدالتي كاروائي له لاسليك شوې غوښتنه جمع كړې ده ۔ د فرانس پرېس راپور له مخې د آئي اېم اېف مشر د کرېسټین لوګارډ په ضد د عدالتي كاروائۍ په سرخط د دوه لكه كسانو لاسليك يو دستاوېز جمع كړې شوې چې پكښې د لوګارډ په ضد د رښتنې عدالتي كاروائۍ غوښتنه شوې۔ د يادونې وړ ده برنارډ تاپي د فرانس پخواني اولس مشر نکولا سارکوزي نزدې ملګرے دے او د سركوزي د كال 2017 په صدارتي كمپائن او مناظرو كښې ئې ملګرتيا كړې٬ په لوګارډ دا تور لګولې شوې چې دې په غېر قانوني توګه د برنارډ پاتي مالي مرسته كړې ده