بل انګلش د نيوزي لېنډ نوے وزيراعظم وټاكل شو

وېلنګټن 12 دسمبر (اے پي پي) د نيوزي لېنډ د خزانې وزير بل انګلش د هېواد نوے وزيراعظم وټاكل شو۔ د نيوزي لېنډ د سماجي استوګنې وزير پاؤلا بينېټ د پارلمان په ودانې كښې د يوې غونډې نه پس د ښاغلي انګلش د نوم اعلان وكړو۔ بل انګلش په دې زغل كښې يواځنې كانديد و۔