بان كي مون د پاكستان او هند ترمېنځه شخړې د خبرو اترو د لارې په هواورولو ټېنګار وكړو

عمومي سېكتر په لائن آف كنټرول په اړيكي ګړي هم د تشويشن څرګندونه كړې۔دوهم وياند
نیو یارك 22 دسمبر (اے پي پي)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر بان كي مون د پاكستان او هند ترمېنځه شخړې د خبرو اترو د لارې په هواورولو ټېنګار كړې دې ۔د ملګرو ملتونو دوهم وياند فرحان حق ميډيا ته وئيلي دي چې عمومي سېكتر په لائن آف كنټرول اړي ګړي باندې هم د تشويشن څرګندونه كړې ده ۔دوهم وياند د مقبوضه كشمير د خرابېدونكې وضعې پحقله د پوښتنې په ځواب ووئيل بان كي مون د مقبوضه كشمير په وضعه تېره مياشت يو بيان جاري كړې ٶ چې پكښې د سوئيلي آسيا هېوادونو ترمېنځه شخړې د خبرو اترو د لارې هوارولو له د كوونكو هلو ځلو ډاډګيرنه كړې وه۔ وياند ووئيل عمومي سېكتر كشمير كښې په لائن آف كنټرول په خرابېدونكې وضعې د تشويش څرګندونه كولو سره وئيلي دي ډلې دې امن او استحكام ته ترجيح وركړي۔ وياند ووئيل كه دواړو هېوادونو ته منظور ي نو ملګري ملتونه په دې لړ كښې خدمات وړاندې كولې شي۔ د يادونې وړ ده بان كي مون لس كاله وظيفه ترسره كولو نه پس د دسمبر په پايه كښې خپلو ذمه واريو څخه ريټائر كېږي