اتومي توان ارزان او خيرنوالې نه لري۔ ډاكټر ثمر مبارك مند

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي)د اتومي توان نوميالي سانئس مدارډاکټر ثمر مبارك مند وئيلي اتومي توان ارزان او خيرنوالې نه لري۔ پاكستان راډيو سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل تېره ورځ وزیراعظم محمد نواز شریف په ميانوالي كښې د چشمه تھري پاور پلانټ پرانسته كړې كومه چې به د لوډشېډنګ په خاتمه كښې سنګ ميل وګرځي۔ ده ووئيل دا منصوبه د سائنس او ټېكنالوجۍ په مېدان كښې د پاكستان او چين ترمېنځه په سول نيوكليئر ټېكنالوجۍ كښې د نزدې مرستې عكاسي كوي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې چين پاكستان سره د كال 93-1992 څخه مرسته كوي۔ ده ووئيل په راتلونكو وختونو كښې به كراچۍ كښې دوه اتومي چېنلې لګولې شي كومو څخه چې به 1100 مېګاٶاټ برېښنا ترلاسه شي ۔د اتومي برېښنا د بيعې پحقله د پوښتنې په ځواب ثمر مبارك مند ووئيل په اتومي طريقه توان ترلاسه كول پاك ٬ ارزان او د الودګۍ نه پاك دي كوم به چې قامي ګرېډ ته په درې يا څلور روپۍ يونټ ترلاسه كېږي۔ دغسې تهرمل طريقې څخه برېښنا ګرانه پېدا كېږېي ولې چې ھغې لپاره ټېكنالوجي درآمد كول وي۔