په يمن كښې په نښتو كښې نور 20 وګړي مړه شوي دي

صنعا 19 نومبر (اے پي پي) په يمن كښې په تازه نښتو كښې نور 20 وګړي مړه شوي دي۔ د طبي ذريعو له مخې دا كسان د يمن د حكومتي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په نښتو كښې مړه شوي دي۔ د يمن د حكومتي ځواكونو او د حوثي ياغيانو ترمېنځه په تغز ښار كښې سختې نښتې روانې دي۔ حكومتي ځواكونه هڅه كوي چې د تغز ښار نه ياغيان وباسي۔ د بې پولې طبيبانو ﴿ ډاكټرز ود آؤټ بارډرز﴾ تنظيم وئيلي دي چې په مړو كسانو كښې د دوي يو كاركن هم شامل دے۔