په نړيواله ورورولۍ د اسلام فوبيا٬ د مذهبي امتياز او د مسلمانانو په ضد د ناوړه رويې مخنيوي له په نړيوالو فورمونو ٬ ملګرو ملتونو او د او آئي سي په كچ د شريكو كامونو پورته كولو عزم

APP015-17 ISLAMABAD: November 17 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and Turkish President Recep Tayyib Erdogan leading their respective delegations in delegation level talks at PM House. APP

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) پاکستان او ترکيه په نړيواله ورورولۍ د اسلام فوبيا٬ د مذهبي امتياز او د مسلمانانو په ضد د ناوړه رويئ مخنيوي د زور راوړلو سره په نړيوالو فورمونو ٬ ملګرو ملتونو او د او آئي سي په كچ د شريكو ګامونو پورته كولو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده ٬ د توان ٬ انفرسټركچر ٬ كركيلې او د هاٶسنګ پشمول د بېلا بېلو څانګو په حقله همكارۍ ته په لا وده وركولو سلا راعلې ده ۔ دا خبرې د زيارت په ورځ د پاك ترك ستراتېژك اړيكو د سباٶن په اړه د ګډې جاري شوې اعلاميه كښې شوې۔ د شريكې اعلاميې له مخې رجب طيب اردوان د اولس مشر ممنون حسېن په بلنه 16م او 17 نومبر پاكستان ته په سركاري دوره راغلے او ده سره د لوړې كچې پلاوې هم ملګرے ؤ۔ د رجب طیب اردوان او وزیراعظم محمد نواز شریف تر مېنځه د زيارت په ورځ ملاقات كښې د پاكستان او تركيې په دوه اړخيزه او د سيمه ايزو او نړيوال اهميت په چارو خبرې شوې۔ د ګډې اعلاميې له مخې په نړيواله ورورولۍ د اسلام فوبيا٬ د مذهبي امتياز او د مسلمانانو په ضد د ناوړه رويئ مخنيوي له د زور راوړلو سره په نړيوالو فورمونو ٬ ملګرو ملتونو او د او آئي سي په كچ د شريكو كامونو پورته كولو لپاره د عزم څرګندونه شوې او دا سلا راغلې چې د او آئي سي سمټ صدارت كارولو د لارې به دا ښه موقع وي۔ دواړو اړخو د پاك ترك اولس او حكومتونو ترمېنځه آزمائيلې شوې٬ تاريخي او وده كوٶنكې د ورورولۍ اړيكې چې د خېر سګالۍ په خپلولۍ ٬ شريك باور او د افهام تفهيم څخه عبارت دي باندې زور رواړې كومې چې د شريك كلتور او مذهبي ورثې سره سره سباٶن له د يو ډول سوچ عكاسې كوي۔ تركيه كښې په 15 جولائي 2016 د بغاوت ناوړه هڅې غندنه كولو سره مېړني ترك اولس ته سلام وكړے شو كوم چې د تاریک قواٶ په ضد د جمهوريت دفاع لپاره په عزم ولاړ وو۔ دواړو اړخو په بنيادي قامي مفادو او د دواړو قامونو سوكالۍ او د امن په ځائ ساتلو لپاره په اړوندو مسئلو د يو بل د كوتلي مرستې دوامداره ساتلو عزم پخلې هم وكړو ۔د پاكستان او تركيه اعلٰې كچ تزويراتي مرستې كونسل فرېم ورك تر مخې د روانو منصوبو عملي كولو په پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره د كونسل په راتلونكې 5 غونډه كښې همكارۍ له د نويو لارو لټولو هم عزم وكړے شو كوم چې به ډېر زر تركيه كښې رابللې كېږي۔ دواړه اړخه په ترجيحي توګه د توان ٬ انفراسټرکچر، كركيلې ٬ فوډ پراسېسنګ او د استوګنې په اړھ همكاري لا زياتولو له سلا شوي۔ د جامع دوه اړخيزه خپلواكې تجارتې لوظنامې كولو په اړه تر اوسه د شوي ځانګړي پېشرفت ستائنه كولو سره د كال 2016 تر پائې د خبرو عمل ترسره كولو پرېكړه وشوه ۔ سېلګرۍ٬ كلتور او د تعليمي تبادلو په اړه د ورثې او د تاريخي ځايونو تحفظ او بحالۍ له د جوړو كړې شوو كلتوري مركزنو پشمول دواړو هېوادونو كښې تركۍ او د اردو ژبې او ادب ته د دوې وركولو د لارې كلتوري همكاري او اولسي روابط لا زياتولو له د عزم څرګندونه وكړې شوه۔ دواړو هېوادونو دفاعي مرستې له د كوټلي٬ اوږدې مودې او پېش بين فرېم ورك جوړولو ته سلا شوې او د خارجه وزيرانو او خارجه سېكترانو په كچ دوه اړخيزه مشاورت د لا پراخه كولو هم پرېكړه شوې ٬ دې سره سره به د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) چارو په اړه سلاح مشاورت ته هم پراختيا وركولې شي ۔ د شخړيز كشمير بنيادي مسئلې پمشول د هند او پاكستان ترمېنځه د هواري وړ مسئلو ګټورود خبرو اترو عمل او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د هوارولو اهميت رامخې ته كړې شو ٬ جمو كشمير كښې د بې ګناه وګړو په ځاني زيان او د اوسنيو پېښو او اړي ګړي په زياتوالي اندېښنه ښكاره كړې شوه ۔ د ګډې اعلاميه كښې د ترهه ګرۍ شريك خطر په ضد د دواړو هېوادونو د اولس د عزم او حوصلې سره سره د وسله والو ځواكونو د قربانۍ او مړانې هم ستائنه شوې ۔ تجارتي او سیاسي ګټې له د اتومي وسلو عدم خپرونې مقاصدو څخه په لرې كېدو او د استثنانۍ په رجحاناتو د اندېښنې څرګندونه شوې كوم چې د نړيوالو اتومي وسلو عدم خپرونې نظام او په خاص توګه سوئيلي آسياء كښې تزويراتي استحكام له زيان مند دي۔د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ممكنه كوټلې اتفاق د كوټلې اصلاحاتي عمل د لارې زيات نمائنده٬ جمهوري ٬ سپېځلې او جواب وركونكے جوړولو له د ضرورت پخلے شوې او د سلامتي كونسل په اېجنډا د اوږدې مودې د هواري وړ د اسلامي نړۍ شخړې هوارولو لپاره د سلامتي كونسل قراردادونه په عملي كولو زور رواړې شوې ۔ د ګډې اعلاميه كښې په نړيواله ورورولۍ هم زور رواړې شوې چې ھغه د اوږدې مودې كډوالو ښكار هېوادونو پشمول د كډوالو كوربتوب كوٶنكو هېوادونو له د ملاتړ او مرستې فعاله كولو له خپل مناسب كردار ولوبوي۔