په عراق كښې په شيعه زائرينو په بريد كښې د مړو كسانو شمېره 77 ته ورسېده

بغداد 25نومبر (اے پي پي) د عراق پوليس چارواكو وئيلي دي چې په عراق كښې په شيعه زائرينو په بريد كښې د مړو كسانو شمېره 77 ته رسېدلې۔ په دې كسانو كښې زياتره افغانستان او اېران سره تعلق لري۔ په دې پېښه كښې 40 كسان ژوبل شوي هم دي۔ دا بريد د عراق د پلازمينه بغداد څخه 100 كلوميتره لرې په سوئيلي حله سيمه كښې رامېنځ ته شوې۔ دا كسان په كربلا كښې د اربعين څخه بېرته روان وو۔ داعش د بريد ذمه واري قبوله كړې