په افغانستان كښې سږ كال نور 5 لكه وګړي بې كوره شوي دي

ملګري ملتونه 29 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو په يو راپور كښې وئيلي شوي دي چې په افغانستان كښې سږ كال نور 5 لكه وګړي بې كوره شوي دي۔ د المانې مېډيا له مخې په دې راپور كښې وئيلي شوي دي چې دا شمېره د هغو افغان وګړو ده كوم چې په هېواد كښې د كډوال شوي دي۔ د ملګرو ملتونو له مخې د روان كال د جنورې څخه د نومبر تر 27مه نېټه په افغانستان كښې په مجموعي توګه د پنځو لكو نه زيات كسان په هېواد كښې دننه بې كوره شوي دي او په نورو سيمو كښې ئې پناه اخيستې