پاکستان یوکرین سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له لوظي يو ، اولس مشر ممنون حسېن

کراچۍ 23 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان یوکرین سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او دوه اړخيزه اړيكو لا مستحکمولو له لوظي يو۔ دا خبره ده کراچۍ كښې د یوکرین د دفاع وزیر جنرال سټیفن پولټورك سره ملاقات په مهال وكړه ٬ ملاقات كښې د دفاعی پیدوار وفاقی وزیر رانا تنویر حسین، د دفاع سیکتر جنرال (ر) سید محمد اویس او د خارجه وزيرات سپېشل سیکتر محمد وحید الحسن هم موجود وو ۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان او یوکرین ترمينځه تجارتی حجم زياتولو ته اړتيا ده دغسې چې اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې پاکستان له وركړې كيدونكې تجارتی ساز او سامان په لار كښې ولاړ خنډان به ډير زر لري كړې شي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان د انفارمېشن ټیکنالوجی او ودانۍ كولو په اړه د یوکرائن د تکنیکی پوهې څخه استعفاده كول غواړي ۔ اولس مشر ووئيل د دواړه هيوادونو ترمينځه شريكې مرستې او تجارت زياتولو له بائد د د ویزې شرطونه نرم كړې شي۔ په دې مهال د یوکرین د دفاع وزیر جنرال سټیفن پولټورك ووئيل مونږ دفاعی پیداوار له د پاکستان د پرمختګ څخه متاثر شوې يو او د پاکستان د تجربو څخه ګټه پورته كول غوارو