پاکستان كښې د دفاعی صنعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايې ګټه وره موخې شته

کراچۍ 22 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان كښې د دفاعی صنعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايې ګټه وره موخې شته، غیر ملکی سرمایې ته 100 فیصده ملکیتی حقونه ترلاسه دي،زمونږ آلات حرب د امن ودې لپاره دي ، دفاعی صنعت ته د نړيوالې ورورولۍ مرسته ترلاسه ده، د توان وضعه تر ډير حد ښه شوې ده ،د سود كچه د هيواد تاریخ كښې تر ټولو كومه ده۔ د نهې پھ ورځ د دفاعی نندارتون آئیډیاز 2016ء پرانستې دستورې ته خپل خطاب کښې وزیراعظم ووئيل زه پھ دې کنفرنس كښې ګډون له په رابللو د منتظمینو مننه كوم۔ ده په نندارتون كښې د غیر ملکی پلاويو د ګډون هركلے وكړو ۔ ده ووئيل پاکستان كښې د دفاعی صنعت پشمول بېلو څانګو كښې د سرمايې ګټه وره موخې شته۔ د سود كچه د هيواد تاریخ كښې تر ټولو كومه ده ، نړيوالې ادارې او معاشی جریدې د پاکستان د معاشی څانګې د کامیابیو او پرمختګ اعترف كوي۔ افراط زر كښې كمې او شرح نمو كښې زياتوالې شوې۔ حکومت سماجی څانګې ته خاص پام لرنه كوي ۔17-2016 كښې به د هيواد مجموعی پيداوار تر 5 فیصده رسولې شي۔ ده ووئيل د توان په بحران تر ډير حد قابو موندلې شوے او د توان وضعه ښه شوې ده۔ ده ووئيل مونږ د نجی څانګې ډاډګيرنه كول غواړو۔ غیر ملکی سرمایې ته 100 فیصده ملکیتی حقونه ترلاسه دي۔ آئیډیاز په نړيواله كچه خپل مقام ترلاسه كړې دے۔ دفاعی صنعت ته د نړيوالې ورورولۍ مرسته ترلاسه ده٬ زمونږ آلات حرب د امن ودې لپاره دي۔ دې نه پس وزیراعظم د نړيوال دفاعی نندارتون آئیډیاز 2016ء باضابطه پرانسته وكړه۔ په دې مهال ده د بېلو سټالونو دوره وكړه او هلته اېښودلې شوي دفاعی مصنوعات كښې ئې خوښې څرګنده كړه۔ دفاعی نندارتون كښې 261 غیر ملکی او 157 پاکستانی کمپنی ګډون كوي۔ ترکیه، چین ،شمالی او جنوبی امریکا هيوادونو او روس پشمول د ځينو هيوادونو کمپنۍ په نندارتون كښې ګډون كوي۔ دستوې ته د دفاعی پیداوار وزير رانا تنویر حسېن هم خطاب وكړو۔