پاکستان او ترکیه به د سيمې امن او سلامتيا له په ګډه كار كوي ، نیوکلیئر سپلائرز ډله كښې د پاکستان رکنیت لپاره په ملاتړ د ترکیه مننه كوو۔ وزہر اعظم محمد نواز شریف

APP015-17 ISLAMABAD: November 17 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and Turkish President Recep Tayyib Erdogan leading their respective delegations in delegation level talks at PM House. APP

اسلام آباد 17 نومبر (اے پی پی) پاکستان او ترکیه د دواړو هيوادونو ترمينځه نزدې او ګڼ اړخيزه روابطو او بيلو څانګو په اړه شريكې مرستې زياتولو ته سلا شوي او خپلې خاص اړيكې په قوي ستراتيجكي همكارۍ بدلولو لپاره ئې د شريك عزم پخلے كړے۔ وزیراعظم محمد نواز شریف او د ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان يو په يو ملاقات او د پلاويو په كچه خبرو نه پس د زيارت پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې شريك خبرې کنفرنس ته خطاب كولو ٬دوي ووئيل مونږ خاص اړيكې په قوي ستراتيجكي همكارۍ بدلولو له د شريك عزم پخلے كړے۔ وزیراعظم نواز شریف ووئيل دواړه اړخه دې خبرې ته سلا شوي چې تجارتې، د سرمایه کارۍ او تجارتی مرستې به لا زياتولې شي ۔ په دې لړ كښې مونږ تر 2017ء آخر د خپلواكې تجارتی لوظنامې د خبرو عمل بشپړولو پريكړه كړي ده ۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د تركيه اولس مشر او د هغه د پلاوي هركلې كولو سره ووئيل پاکستان او ترکیه خپلو سيمو كښې د عدم استحکام، تصادم او د بدلون وضعه او پیښو ليدونكې دوه مهم رياستونه دي۔ ده ووئيل د اولس مشر اردوان او زما دې خبرې ته سلا راغلې چې د پاکستان او ترکیه نزدې اړيكې په دې سخت وخت كښې د استحکام د يو نوي عنصر په توګه کار كوي۔ ده ووئيل پاکستان امناك ګاونډيتوب له لوظي دے پاکستان او ترکیه به سيمه كښې امن او سلامتیا له په ګډه كار كوي۔ وزیراعظم نیوکلیئر سپلائرز ډله كښې د پاکستان رکنیت لپاره په ملاتړ د ترکیه مننه كولو سره ووئيل د دې په نتيجه كښې په هر فورم د پاکستان موقف قوي شوے۔ د ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان د دورې په بلنه د اولس مشر ممنون حسېن مننه وكړه ده ووئيل په خپل دوهم كور پاکستان كښې پھ تود هركلې كولو د وزیراعظم نواز شریف مننه كوو ۔ده ووئيل وزیراعظم محمد نواز شریف سره زما ګټه ورې خبر پھ سيمه ايزو او نړيوالو چارو شوي ۔ د ترکيه اولس مشر په دې خبره د اطمینان څرګندونه وكړه چې پاکستان او ترکیه معاشی، تجارتی، كلتورې څانګو كښې پیشرفت کوي دغسې دفاع او د توان په اړه اړيكې هم قوي كېږي ۔ ده ووئيل ډير زر به ترکیه د اعلیٰ كچ ستراتيجكي کونسل 5مې مشرانو غونډې كوربتوب وكړي۔ د ترکيه اولس مشر امن باورې كولو له د پاکستان او افغانستان ترمينځه په مرسته د اطمینان څرګندونه وكړه۔ ده هيله څرګنده كړه چې دې سره به په ترهه ګرۍ قابو موندلو له مرسته تر لاسه شي۔ وزیراعظم محمد نواز شریف په 15 جولائی ترکیه كښې د بغاوت ناوړه هڅې ذکر کولو سره ووئيل دې سره د پاکستان اولس مضطرب شوې ۔ ده ووئيل د ترکيه قام په حوصله او مړانه بغاوت شنډ كړې۔ وزیراعظم ووئيل اولس مشر اردوان چې په هغه مهال په كومه مړانه د پريكړې وړ کردار ترسره كړې د سیاسی تړون نه غير ټول پاکستانې قام د ترکیه ټاكلې شوي حکومت او جمهوری ادارو مرستې او يووالي له يو غږ پورته كړے ؤ ۔ وزیراعظم ووئيل د جمهوریت سرلوړۍ له د ترکيه اولس يو نوې تاريخ رقم كړې ۔ ده هيله څرګنده كړه چې اولس مشر رجب طیب اردوان په ښه قیادت كښې به تركيه د پرمختګ پلو روان شي۔ د ترکيه اولس مشر رجب طیب اردوان ووئيل مونږ د بغاوت هڅې په مهال د ترکیه سره د يوالي په څرګندونه د پاکستان مننه كوو ۔ ده د اولس مشر ممنون حسېن، وزیراعظم محمد نواز شریف او پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف لخوا د بغاوت نه پس د تيلي فوني تماس په خاص توګه ذکر وكړو۔ د ترکيه اولس مشر د فتح اﷲ ګولن په سرمایه چليدونكې د پاك۔ ترك سکولونو عملې له تر 20 نومبر د هيوادې پرېښودو په امر مننه وكړه ۔ د پنجاب وزیراعلیٰ شهباز شریف، د خزانې وزیر اسحاق ډار، د دفاع وزیر خواجه محمد آصف، د پټرولیم وزير شاهد خاقان عباسی، دوهمه وزيره سائرہ افضل تارړ او خارجه سیکتر اعزاز چوهدری هم د پلاويو په كچه خبرو اترو كښې شامل وو۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1656)