پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كړې چې په نړيواله كچه ئې اعتراف كېږي

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي پاكستان معاشي استحكام ترلاسه كړې٬په نړيواله كچه ئېې هم اعتراف كېږي٬حكومت اوس د اعلٰی شرح نمو په پالېسۍ عمل كوي٬د هېواد سباؤن روښانه دے٬سياست او معيشت به يو بل نه جدا كول وي٬د دې مقصد لپاره په قامي كچ ميثاق معيشت ته اړتيا ده۔ده د نهې په ورځ اېف بي آر كښې د نېشنل سېكورټي اينډ وار كورس 2017 ګډون كوونكو ته خطاب كولو۔د خزانې وزير كورس كښې ګډون كوونكې د پاكستان مجموعي٬معاشي او اقتصادي استحكام لپاره د حكومت هڅو څخه خبر كړل۔ده ووئيل حكومت د معيشت٬توان او انتها خوښۍ مسئلې لرې كولو له تعليم٬روغتيا او د سماجي څانګې پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي۔ده ووئيل هېواد اقتصادي استحكام ترلاسه كړی او اوس حكومت د اعلٰی شرح نمو ترلاسه كولو له هڅې كوي۔ده ووئيل يو وخت ؤ چې لويې مالياتي ادارې پاكستان سره كار كولو ته چمتو نه وې ولې اوس صورتحال بدل دے٬آئي اېم اېف سره د پروګرام كاميابۍ سره نورې ادارې هم د پاكستان د اقتصادي كاركردګۍ اعتراف كوي بلكې پاكستان سره په ګډه كار كولو له چمتو هم دي۔ده ووئيل د سي پېك منصوبه ډېره مهمه ده٬د دې ترمخه د توان او انفراسټركچر لويې پروژې بشپړولې شي۔ده ووئيل حكومت د برېښنا پېداوار سره سره هم ارزانۍ ته هم خاص پام لرنه كوي۔وفاقي وزير ووئيل اوسني حكومت او د سول ملټري مشرتابه د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ چېلنج مقابله كولو ذمه واري اخستې۔ده ووئيل د وسله وال پوځ د كاميابو عملياتو په نتيجه كښې ترهه ګري ښكاره كمه شوې ٬ ده ووئېل د كراچۍ حالات وړاندې نه ښه شوي٬د دې څخه وړاندې د خزانې وفاقي سېكتر د هېواد معيشت صورتحال او په لوي اقتصادي اشاريو كښې د ښه والي او حكومتي كاركردګۍ په اړه ګډون كوونكو ته پريزنټېشن وركړو۔