وفاقي وزير كامران مائيكل د ټرېن په پېښه كښې په ځاني زيان خواشيني وښودله

اسلام آباد 03 نومبر ﴿اے پي پي﴾ د بشري حقونو وفاقي وزير كامران مائيكل د كراچې د لانډي سيمې په قذافي ټاؤن كښې د ټرېن په پېښه كښې پھ ځاني زيان خواشيني ښودلې۔ د زيارت په ورځ د غمرازې په خپل پېغام كښې وفاقي وزير په پېښه كښې د مړو كسانو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه۔ ده د ژوبل شويو روغ صحت لپاره هم دعا وكړه۔