وزيراعظم محمد نواز شريف پېښور كښې د اېف سي په اهلكارو د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف پیښور كښې د اېف سي په ا هلكارو د ترهه ګرو د بريد په سختو ټكو غندنه كولو سره په قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړېده ۔د نهې په ورځ د وزيراعظم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل دا ډول بزدلانه بريدونه د هېواد څخه د انتها خوښۍ او ترهه ګرۍ ختمولو لپاره زمونږ عزم كمزورې كولې نه شي۔وزيراعظم دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او او غم جنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي