وزيراعظم محمد نواز شريف تل د صبر او تحمل سياست كوي او دې كلتور ته وده وركوي

اسلام آباد 03 نومبر(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف تل د صبر او تحمل سياست كړې او دې كلتور ته وده وركوي٬د جمهوريت او پارلمان سرلوړۍ لپاره ضروري ده چې سياسي كلتور وضع دار وي٬د اوسني حكومت د موثره پالېسو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ بريدونه 85 فيصده كم شوي٬د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په نتيجه كښې پاكستان كښې معاشي پرمختګ راغلې او مالياتي ادارې پاكستان غوره معيشت ګرځوي٬مېډيا دې د هېواد پرمختګ او د اولس خېرښېګړې لپاره پورته كړی شوي ګامونه په ډاګه كړي٬وزيراعظم محمد نواز شريف د پانامه ليكس په معامله سترې محكمې ته كميسون جوړولو لپاره د اپرېل په 22مه نېټھ خط ليكلے ؤ خو هغه وخت اپوزيشن په يوخ خبره نه ولاړ ٬د ډېر وخت تېرېدو نه پس نن معامله كميسون ته رسېدلې٬د خبريالانو تحفظ لپاره به تفصيلي بل ډېر زر پارلمان ته وړاندې كړی شي٬په قامي٬صوبائي او د ضلعو په كچه به د پرېس كلبونو كردار فعاله كوو۔هغې دا خبرې د پارلمان په ودانۍ كښې په مېډيا ګيلرۍ كښې د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن غړو او سينئر خبريالانو سره د خبرو پھ مهال وكړې۔دوهمې وزيرې د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن دفتر ته لاړه ۔پھ دې موقع د پي آر اے صدر صديق ساجد نه علاوه د اېسوسي اېشن نور مشران او سينئر خبريالان پھ لويه شمېره موجود وو۔دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب خبريالانو سره خبرو كښې ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف مننه كوم چا چې زما په صلاحيتونو باور څرګند كړے او د وزارت ذمه واري ئې راپغاړه كړی۔هغې ووئيل مېډيا او د پارلمان غړو سره په ګډه به د پارلمان سرلوړۍ لپاره هڅې روانې ساتو٬اوسنې حكومت د رائې پھ اظهار او د مېډيا په آزادۍ باور لري۔ هغې ووئېل د قواعدو او ضوابطو مقصد پاكستان مخ په وړاندې بوتلل دي٬مونږ د كوم ډول تنقيد په ضد نه يو خو تنقيد مثبت وي٬مونږ به د مثبت تنقيد هركلے كوو۔هغې ووئيل پاكستان په اېس ډي جيز لاس ليك كړی۔پھ وړومبي ځل په پاكستان كښې د اېس ډي جيز سېكرټرېټ جوړ كړی شوې۔د اېس ډي جيز د تربيې لړۍ هم پیل كېدونكې ده او دا به د پارلماني رپورټرز اېسوسي اېشن د پلېټ فارم څخه كولې شي۔هغې ووئيل په اليكټرانك او پرنټ مېډيا كښې كاركونكي ځينې وخت د پېمرا او د خپل مېډيا هاؤس د قواعدو نه خبر نه وي٬په وړومبي ځل د خبريالانو تحفظ لپاره يو تفصيلي بل جوړ كړی شوې كوم به چې زر د كابينې منظورۍ نه پس پارلمان ته وړاندې كړې شي۔هغې ووئيل څو كاله وړاندې د پرېس كلبونو ډېر اهميت وو خو بيا وروستو كم شو٬مونږ ته د پرېس كلبونو اهميت رامخې ته كول دي٬پرېس كلبونه به سټېټ آف دي آرټس جوړولې شي۔هغې ووئيل د اوسني سپيكر په مشرۍ كښې پارلمان دا اعزاز هم لري چې ټول پارلمان په انرجي سيور منتقل كړی شوې او هم په دې پارلمان كښې د اېس ډي جيز سېكرټرېټ قائم دے چرته چې تنقيد هم روان دے۔اليكټرانك او پرنټ مېډيا د دې تحقيق څخه استفاده كولې شي۔دوهمې وزيرې ووئيل بايد پھ سياست كښې د بدتميزۍ كلتور ته وده ورنه كړی شي۔هغې ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف د كابينې د ټولو سينئر وزيرانو نه به زدكړه كوم ځكه چې هر يو وزير پوره تهنك ټينګ دے