وزيراعظم د وړومبې ورځې نه ځان احتساب ته د وړاندې كولو وئيلي وو

پېښور 01 نومبر (اے پي پي﴾ د پاكستان اټارني جنرل اشتر اوصاف علي وئيلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د وړومبې ورځې نه ځان احتساب ته وړاندې كولو لپاره وئيلي وو٬ پي ټي آئي د احتجاج هېڅ جواز نه لري ځكه چې سترې محكمې د معاملې نوټس اخستې۔ د نهې په ورځ د پاكستان ستر قاضي جسټس انور ظهير جمالي په مشرې كښې د سترې محكمې د پنځنه كسيزه بېنچ لخوا د پانامه كېس اورېدنې نه پس خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل وزيراعظم د وړاندې نه وئيلي وو چې هغه به خپل ځان كميشن ته وړاندې كړي۔ ده ووئيل سترې محكمې د پانامه ليكس د وړاندې نه نوټس اخيستې و٬ پي ټي آئي د احتجاج هېڅ جواز نه لري