نړيوال عدالت افغانستان كښې د امريكائي عسكرو د جرمونو پلټنې كولې شي۔د روسيې ميډيا

هېګ 02 نومبر (اے پي پي) د هېګ نړيوال عدالت افغانستان كښې د امريكائي عسكرو د جنګي جرمونو پلټنې كولې شي ۔ د روسيې ورځپاڼې رشیا ټو ډے له مخې د هېګ د نړيوال عدالت پراسيكيوټر جنرل فاتو بنسودا راتلونكې اونۍ كښې په افغانستان كښې د امريكائي عسكرو او د طالبانو د جنګي جرمونو پلټنې پېل كولې شي ٬ كه چرې دا پلټنې پېل شوې نو دا به د خپل نوعيت وړومبۍ پلټنې وي۔ د هېګ عدالت تراوسه په افغانستان كښې د امريكائي عسكرو د جنګي جرمونو د خبرونو د پلټنو اعلان نه دې كړې او نه دا معلومه شوې چې د پلټنو په نتيجه كښې په امريكائي عسكرو عدالت فرد جرم عائد كوي يا نه ۔بلخوا امريكې دا ادعا كړې چې مونږ د روم په لوظنامه لاسليك نه دې كړې نو د هېګ عدالت زمونږ د عسكرو پلټنې يا تفتيش نشي كولې ۔ بلخوا د هېګ عدالت وئيلي دي چې افغانستان په كال 2003 كښې د روم لوظنامې منظوري وركړې وه ځكه په افغانستان كښې چې كوم جنګي جرمونه كېږي پلټنې ئې كېدې شي۔