مومند ايجنسۍ كښې په لېويز پوسته د شرخوښو بريد٬ دوه اهلكار شهيدان

مومند ايجنسۍ 21 نومبر (اے پي پي) د مومند ايجنسۍ په صافي زيارت تحصيل ماربل كانو كښې په نوې جوړه شوې لېويز پوسته د ګل په شپه شرخوښو بريد وكړو چې په نتيجه كښې يې د لېويز دوه اهلكار شهيدان او نور دوه ژوبل شوي۔ پولټيكل انتظاميې د پیښې تصديق كولو سره وئېلي دي چې د لېويز اهلكارو او شرخوښو ترمينځه د ډزو لړۍ د شپې تر لسو بجو روانه وه۔ پیښې څخه وروستو انتظاميې او ځواكونو سيمه كښې سرچ آپرېشن پېل كړېِ او تحصيل ماربل كانو كښې روان كارون وردول شوي۔ د اجتماعي ذمه وارو له مخې تحصيل صافي كښې د ګرفتارۍ عمل هم پیل شوېِ او د صافي قبيلې مراعات هم بند كړې شوي دي۔