مومند ايجنسۍ كښې د شدت خوښو په بريد كښې د مړو شويو لېويز اهلكارو د جنازې لمونځ ادا كړې شو

مومند ايجنسۍ 21 نومبر (اے پي پي)د مومند ايجنسۍ صافي زيارت ماربل كانو تحصيل او خانقاه سيمې كنټرول ترلاسه كولو له د جوړې لېويز په پوسته د ګل په شپه د شدت خوښو د بريد په نتيجه كښې د شهيد شويو لېويز اهلكارو د جنازې لمونځ د غلنئۍ لېويز كېمپ كښې ادا كړې شوې۔د هغوي د جنازې په لمونځ كښې د سيمې مشرانو سول او سركاري افسرانو٬د لېويز اهلكارو او پولټيكل ايجنټ پشمول نورو كسانو ګډون وكړو۔ د مومند ايجنسۍ لېويز يوې چټك ډلې شهيدانو ته سلامي وكړه۔ د دې نه پس د لېويز اهلكارو مړي وارثانو ته وسپارل شو۔په دې موقع د مومند ايجنسۍ پولټيكل ايجنټ محمود اسلم د خيالاتو څرګندونې سره ووئيل چې مونږ د لېويز اهلكارو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او مونږ پھ داسې اهلكارو وياړ لرو چا چې په مړانه د شدت خوښۍ مقابله كړې۔ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ به بې ضائع نه ځي۔د مومند ايجنسۍ پولټيكل ايجنټ د حكومتي شهيدانو پېكج نه ځانله د ځپليو كورنيو لپاره د يو٬ يو لك روپو او د هغوي بچو له د وړيا تعليم او استوګنې اعلان وكړو