كراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 258 كښې ضمني ټاكنو لپاره پولنګ به د ګل په ورځ كېږي

اسلام آباد 26نومبر (اے پي پي) كراچۍ څخه د قامي اسمبلۍ حلقه اېن اے 258 كښې ضمني ټاكنو لپاره پولنګ به د ګل په ورځ كېږي٬ په مجموعي توګه 287 پولنګ سټېشنې جوړې كړې شوي۔پولنګ به د سهار 8 بجو نه غير د كومې دمې تر ماښام 5 بجو روان وي۔د ټاكنو كمېسون د ووټرانو آسانيو په خاطر جي آئي اېس سكيم معارفي كړې دغسې چې ووټرانو ته د پولنګ سټېشن په لټون كښې مرسته ترلاسه شي۔د ټاكنو كمپائن د خالي په شپه 12 بجې خپل اختتام ته رسي۔