كابل كښې د مذهبي دستورې پ مهال ځانمرګي بريد٬ 27 كسه مړه٬ 35 ژوبل

كابل 21 نومبر (اے پي پي)د افغانستان پايه تخت كابل كښې د مذهبي دستورې په مهال د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې 27 كسه مړه او 35 ژوبل شوي دي ۔د افغان مېډيا له مخې چاودنه د ګل په ورځ سهار 12 بجې 20 دقيقي هغه مهال وشوه كله چې چهار دهي نومي سيمه كښې په فيض محمد كاتب سړك امام بارګاه باقر العلوم كښې دستوره روانه وه۔د شاهدانو له مخې پھ مړو كښې مېرمنې او ماشومان شامل دي او هغه ټول عام وګړي دي۔د افغان مېډيا له مخې طالبانو پھ يو بيان كښې وئيلې دي چې زمونږ دې چاودنې سره هېڅ تعلق نشته۔ امنيتي ادارو غړو سيمه ولقه كښې اخستې او پلټنې ئې پیل كړي دي