شهباز شريف تركيه كښې بمي چاؤدنه وغندله ۔ د قميتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه

لاهور۔5 نومبر(اے پی پی) د پنجاب اعلی وزير محمد شهباز شريف د تركيه ديار بكر ښار كښې د بمي چاؤدنې په سختو ټكو كښې غندنه كړې۔ اعلی وزير د پېښې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د افسوس څرګندونه كولو سره ژوبل شويو لپاره د زر روغتيا دعا هم وكړه۔ اعلی وزير ووئيل زمونږ خواخوږي غمژنيو كورنيو سره ده۔ او پنجاب حكومت د غم په دې ساعتونو ترك اولس سره دے۔ ده ووئيل ترهه ګر كوم مذهب نه لري۔ او دوئي د انسانيت تر ټولو بد دښمنان دي۔ ده ووئيل د بې ګناه كسانو ژوند سره لوبې كوؤنكي شلونكي ځناور دي دوئي د كوم رعايت مستحق نه دي۔