سی پیك سره به د پاکستان او چین پشمول د ټولې نړۍ هيوادونه ته ګټه وشي۔ مرزا اختیار بیګ

اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) د پاکستان یو اے ای بزنس کونسل چئرمېن ډاکټر مرزا اختیار بیګ وئيلي چې د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې ( سی پیك) بشپړيدو سره به نه يواځې د پاکستان او چین ترمينځه اقتصادی، سیاسی او د سفارتی رابطو نوې دور پيل شي بلکه دې پرووې سره به د نړۍ ټولو هيوادونو ته ګټه وشي۔ خپل يو بيان كښې ده ووئيل د پاکستان او یو اے ای شريكې اقتصادی روابطې مستحکم دي۔ دا مهال 4 لکھ څخه زيات پاکستانیان په متحدہ عرب امارات كښې خذمات ترسره كوي او د دواړه هيوادونو پرمختګ او استحکام كښې کردار ترسره كوي۔