سږ كال په افغانستان كښې خبريالانو له تر ټولو خونړې كال ثابت شوے

کابل 03 نومبر(اے پي پي) سږ كال په افغانستان كښې خبريالانو له تر ټولو خونړۍ كال ثابت شوے۔ د ميډيا راپور له مخې د افغان خبريالانو حفاظت پحقله د اے جے ايس سي كمېټۍ مشر نجیب شریفي خپل بيان كښې وئيلي دي چې سږ كال تر اوسه په افغانستان كښې 11 خبريالان وژل شوي دي او دا شمېره د نورو كلونو په مقابله كښې تر ټولو زياته ده۔ د كمېټۍ له مخې په افغانستان كښې د تېرو 16 كالو په مهال د 60 خبريالانو د وژنې تصديق شوے خو تراوسه د كومې وژنې پلټنې نه دي شوې۔ كمېټۍ غوښتنه وكړه چې حكومت دې په دې لړ كښې ګامونه پورته كړي۔