راجن پور كښې انډس هائی وے سره نزدې ټرافيكي پېښه ، ماشومه مړه ، 15 مسافر ژوبل

اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) راجن پور كښې انډس هائی وے سره نزدې د مسافرو ګاړې د ټرالر سره وجنګيدو چې په نتيجه كښې ئې د يوه ماشومه مړه او 15 مسافر ژوبل شوې دي۔ د نجی ټی وی چینل له مخې د راجن پور نګله هدایت سيمه كښې په انډس هائی وے يو تند رفتاره ګاړې د ډرائيور څخه بې قابو كيدو سره د ټرالر سره وجنګيد چې په نتيجه كښې ئې يوه ماشومه مړه او 15 نور مسافر ژوبل شوې دي۔ ریسکیو ډلې ووبل كسان تحصیل روغتون ته رسولې چرته چې د ځينو حالت اندېښمن ښودلې شوې۔پولیس له مخې پېښه د مسافرګاړې د ډرائیور لا پرواهۍ له امله رامخې ته شوي۔