د یوکرائن شخړے حل له څلور اړخيزه خبرې اترې به راروانه اوونۍ كښې كېږي

پیرس 26 نومبر (اے پی پی) د فرانس خارجه وزارت وئيلي چې رارواني اوونۍ پھ مهال به د یوکرائن، روس، المان او فرانس د خارجه وزيران د بیلاروس پايه تخت منسك كښې پھ يوه غونډه كښی ګډون كوي۔ غونډه كښې به خارجه وزيران په 19 اکتوبر برلن كښې د څلور اړخيزه سمټ پھ رڼا كښې د ختيز یوکرائن تازہ صورتحال جاج اخلي۔د فرانس خارجه وزارت له مخې د اکتوبر مياشت كښې د مشرانو پھ غونډه كښې چې كوم نظام الاوقات ته سلا راغلې وه ، د هغې ترمخه شوې پیش رفت ته به پھ غونډه كښې فوکس کولو سره د رامخې ته شوي تعطل ختمولو هڅه كولې شي۔ پھ 19 اکتوبر برلن كښې پھ غونډه كښې د روس اولس مشر پوټن هم د المان ، فرانس او یوکرائن لارښودو سره شريك وو