د پاکستان او نیوزي لېنډ ترمېنځه وړومبې ټېسټ به په 17م نومبر كېږي

کرائسټ چرچ 14 نومبر (اے پي پي) د پاکستان او نیوزي لېنډ كركټ لوبډلو ترمېنځه د دوه ټېست سېريز وړومبې ټېسټ به په 17م نومبر كرائسټ چرچ كښې كېږي۔ تفصيلاتو له مخې دا مهال د پاكستان كركټ لوبډله د نيوزي لېنډ په دوره ده ۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه وړومبي ټېسټ به د 17م نه تر 21م نومبر او دوېم ټېسټ به د 25م نه تر 29م نومبر په هېملټن كښې كېږي